سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / ليکنې / اشرف غني د باجوه سره د سولې له پاره ملا فضل الله قرباني کړو!

اشرف غني د باجوه سره د سولې له پاره ملا فضل الله قرباني کړو!

لیکنه:ډاکټر فیض محمد ځلاند ـــــ

د باجوه او غني سوله حامد کرزي صیب پخپله څوارلس کلنه پاچاهۍ کې ۲۱ یویشت ځله پنجاب ته سفر وکړ، په لسګونه ځله د پنجاب د لوړ پوړو ټېټ پوړو کوربه پاتې شو، د خپلې پاچاهۍ په پای کې د افغان سولې او ټیکاو په اړه خپله تجربه په دوه ټکو کې خلاص کړه: لومړې دا چې پنجاب په افغان سوله کې مثبت کردار لوبوي خو په دې شرط چې کابل به د ډیورند کرښه د رسمي سرحد په توګه پیژني او دویم دا چې کابل به خپل بهرنی او سیمه ایز سیاست د پنجاب په خوښه را غبرګوي. د حامد کرزي د همدې وړاندوینې له مخې ډاکتر صیب غني د پنجاب په اړه خپل سیاست ته اوږه ورکړه. د پنجاب سره یې اړیکې دومره نژدې کړي چې لاندې له شرمه ډک تاریخي کارونه یې ترسره کړل چې هیڅکله به یې د تاریخ له شرمه پټ نشي کړای: له پنجاب سره د استخباراتي تړون د پټ لاسلیک کیدو شرم، د ( Border Management) د سرحد د مدیرت تر نامه لاندې پټه معامله وکړه، دارنګه یې د ډیورند په اوږدو کې د ګډو عملیاتو او مدیرت نړیواله ژمنه د ( Standard Operating Procedures: SOP) هم ورسره لاسلیک کړ. په لومړې ځل یې پنجاب ته افغان ځوانان د پوځي روزنې د پاره واستول، د پنجاب د پوځ په خوښه یې د طالبانو شاوخوا ټول مشران په نښه کړل، په سر کې لطیف مسید ورته وسپاره، بیا یې جهادیار، ګل زمان شهیدان کړل، د تېر وړوکي اختر په لومړې ورځ یې د( اختر مبارکۍ) په توګه ملا فضل الله په شهادت ورساوه، دا هر څه یې د پنجاب په خوښه وکړل. د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو په چاره سترګې پټې کړي، خوله یې وتړله، تورخم یې د رسمي سرحدي( ګیټ ) یا دروازې په توګه ورسره ومانه، له پنجاب، چین، امریکا سره یې د ګډو خبرو(QCG) دریڅه پرانیستله تر څو د پنجاب پوځ دیته اړ کړي چې د غني د سولې پلان عملي کړي، شپږ جلسې یې وکړي، خو سر یې ونه نیو. د پنجاب، چین او کابل درې اړخیزه خبرو ته یې ددې دپاره زړه ښه کړ چې د کابل سیمه ایز سیاست د پنجاب په ګټه را وڅرخوي. له خاقان عباسي سره یې ( د سولې او همغږۍ عملیاتي پلان) هوکړه وکړه ( Afghanistan – Pakistan Action Plan for Peace and Solidarity: APAPS)، د همدې ناستې په اړه یې وروستیو کې ځینو پټو او ښکاره ناستو ته لار هواره کړي چې ددې پلان له مخې به وه ۷ کاري نکتې چې ټولې د ګران وطن د ملي ګټو په خلاف دي، د پنچاب په خوښه ترسره کیږي. ډاکتر صیب غني ددې ټولو چارو په ترسره کولو غواړي څه؟ کرزی صیب د خپلو څوارلس کلن راج په پای کې د امریکا په نیت پوه شو، نو ځان یې د تاریخي ملامتۍ څخه د ویستلو د پاره د امریکا سره داسې دښمنۍ ته اړم کړ چې د طالبانو دښمنې پرې ډېره کمزورې ښکاري، غني هم چې ورځ تر بلې د خپلې تاریخي تیرتني، په جعل او د جان کیري په مټ د واک د ترسره لاسه کولو په تاریخي شرم سر خلاصیږي فکر کوي چې له دې شرم څخه د خلاصون یواځينې لار د طالبانو ماتول، د پنجاب له لارې د سولې د چارې د بشپړولو په چارچوب کې نغښتی دی، خو غني په دې نه پوهیږي چي د طالب د ماتولو کوم قیمت چې دی ادا کوي هغه له دې شرمه ډېر ستر دی کوم چې د جان کیري په مټ دته ور اوښتی دی. تاریخ په خبرو نه په عمل قضاوت کوي، د ارګ وروستۍ کارونه د دوی د تاریخي شرمونو د هغۍ لړۍ کړۍ را برسیره کوي چې په ډیورند پورې تړلې دي، خو د پاکولو د پاره یې ډېرو سر وخوړ، ځینو یې تاریخ جوړ کړ، په ځینو تاریخ له شرمه سر ټیټ کړ. د روانې غمیزې حل لار له پنجاب سره نه له امریکا سره ده، ښه به دا وي چې غني او ډله یې ددې پر ځای چې له پنجاب سره د افغان ارزښتونو معامله وکړي، امریکا دېته اړ کړي چې نه یواځي له طالبانو سره بلکې له ټول افغان ولس سره خبرو ته کیني، په افغان کشاله کې رغنده کردار ته سر ښکته کړي، له افغانستان څخه د پوځونو د با مسولیته وتلو تګلاره خپله او اعلان کړي او په دې توګه د افغان غمیزې د پاره دایمي حل لار پیدا کړي. له دې پرته تاریخ هر څه څاري، په هر څه د قضاوت داسې وړتیا لري چې په پخوا نه موجوده ځکه اوس معلوماتو ته لاس رسی له هر بل وخته اسانه شوی دی، درباري لیکوالان، د دربار دلالان نور د تاریخ لیکلو او مسخه کولو توان نلري، اوس به تاریخ خواله رسنۍ، حقایق او په کره اسنادو لیکلی کیږي. یا رب توفیق !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: