دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / اشرف غني: د زور اؤ اقتدار په مینځ کې باید فرق وشي

اشرف غني: د زور اؤ اقتدار په مینځ کې باید فرق وشي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني دطالبانو لخوا ټولټاکنو سره مخالفت ته په اشارې سره ویلي” د زور اؤ اقتدار په مینځ کې باید فرق وشي اؤ زمونږ ژمنه داده چې د عدالت تر پلي کولو به د زور سره مقابله کوؤ”

کابل کې دعلماؤ دسرتاسري شورا دمشرانو سره لیدنه کې ښاغلي غني ویلي فساد دافغان ولس څخه دماشوم، کونډې، شهید او مظلوم حق اخستی ، د ټولنې د کمزوري قشر حقوق باید رعایت شي او برعکس دې په هېواد کې د زورواکۍ فرهنګ ختم شي.

ولسمشر غني د انتحاري بریدونو په ناروا ګڼلو، فسادسره مبارزه او ټاکنو کې د خلکو د ګډون په برخه کې د هېواد د علماؤ دریځ وستائیلو او زیاته یې کړه،”موږنړیوالو ته په سرلوړۍ وایو چې دغه برخه کې موعلما سرتاسري اجماع ته رسیدلي دي”

دافغانستان د ولسمشر د ماڼۍ څخه د جاري شوي بیان له مخې په دغه لیدنه کې دعلماؤ شورا په کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو سخته غندنه وکړه اؤ له خلکو یې وغوښتل چې ټولټاکنو دپاره د نوم لیکنې بهیر کې برخه واخلي.

دعلماؤ د شورا پریکړه لیک کې ویل شوي “د علماؤسرتاسري شورا په کابل او د هېواد په نورو ولایتونوکې د دښمنانو له خوا شوي ځانمرګي او انفجاريبریدونه چې د خبریالانو په شمول زمونږ د وطنوالو دشهادت لامل شول، غندي او دا د اسلامي او انسانيموازینو خلاف بولي”

په دغه اعلامیه کې دخندق په نامه د طالبانو نويعملیات هم داسلامي تعلیماتو په ضد بلل شوي اؤ ویلشوي چې دغه عملیات دسپین ږیرو،ښځو،ځوانانو اؤماشومانو په ګډون دعامو مسلمانانو قتل عام ته لارجوړوي.

باید وویل شي طالبانو تیره میاشت د افغان دولتلخوا هغوئ ته شوی دسولې وړاندیز رد کړی اؤدخندق په نوم یې د نوؤ عملیاتو پیل کولو اعلان کړیچې دهغې راپدیخوا افغانستان کې د ترهګریزو پېښولړۍ چټک شوې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني دریځ لري چې که طالبانځان په ولس کې مقبول ګڼي نو بیا باید ټولټاکنو کېدبرخې اخستو دلارې خپل دغه مقبولیت ښکاره کړيخو طالبان وایي چې دغه ټولټاکنې هسې یوه ډرامهده.

افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو اؤ افغانولسمشر اشرف غني په ډاګه کړې ده چې طالبانو تهبه د جنګ اؤ سیاست په دواړو میدانونو کې ماتېورکوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: