ولسمشر غني وايي، له طالبانو سره هر چېرې وغواړي خبرو ته اماده دى او مشروع غوښتنې يې منل کېږي.
ولسمشر دغه څرګندونې پرون مازيګر وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا او د علماو د سراسري شورا د مشرانو او استازو په ګډه ناسته کې وکړې.
هغه د سولې عالي شورا له مشرتابه او استازو څخه د سولې لپاره د واضح نقشې د برابرولو او په دې برخه کې د ارزښتناکو هلو ځلو له امله مننه وکړه او وې ویل، نن ټول ملت په لوړ او مصمم غږ سوله غواړي.
ولسمشر وويل، د افغانستان د علماو د متفقې فتوا په اساس مو اوربند وکړ، ځکه موږ تل علماو ته درناوی لرو، غږ ته یې لبیک وایوو او په لارښوونو یې عمل کوو. هغه زیاته کړه، د علماو فتوا د علماو او د ملت د خودجوشه ارادې ښکارندویه وه.
اشرف غني څرګنده کړه : (( د روژې مبارکې میاشت په اوه ویشتمه او د کوچني اختر په ورځو کې اوربند زموږ د هېوادوالو په څېرو کې خوښي، ډاډ او هیلې راڅرګندې کړې او دغه اوربند ټولو ته وښوده چې دا عظیم ملت لا هم پر خپل افغانیت او اسلامیت ویاړي.))
ولسمشر د افغانستان له خلکو څخه له دې امله مننه وکړه چې د اوربند په ورځو کې یې افغان وسله وال طالبانوسره خواله وکړل او له هغوی سره یې خپلې خوښۍ شریکې کړې.
هغه وویل، دا د مشورې هېواد دی، چې اجماع یې د ولس پر عام نبض ولاړه او هر اقدام هم په همدې اساس ترسره کېږي،ځکه ولس د سولې غوښتونکی دی او په دې برخه کې د ولس غږ او اجماع واضح دي.
محمد اشرف غني وویل، سوله منل د الهي احکامو پیروي، د ولس غوښتنې ته درناوی او ملي ګټو ته ترجیح ورکول دي. هغه ټولو هېوادوالو ته په خطاب کې، ټینګار وکړ، د سولې په برخه کې هره اندېښنه او د سولې پروسې د ښه والي لپاره خپل وړاندیزونه دې د سولې عالي شورا او جمهوري ریاست سره شریک کړي.
هغه زياته کړه، سوله په تیاره کې د غله په څېر نه راځي، بلکې په روښانه ورځ د افغانانو په همت راځي.
ولسمشر یو ځل بیا پر افغان وسله والو طالبو غږ وکړ چې د افغانستان په هره برخه کې د سولې د مذاکراتو لپاره چمتو وي، نو را دې شي چې د سولې په اړه بحث او مذاکرات وکړي.
ده زياته کړه، د سولې جهت مثبت دی او په دې برخه کې باید نور اقدامات وشي. هغه زیاته کړه، په دې اړه، ملي، سیمه ییزه، بین المللي او د اسلامي هېوادونو اجماع موجوده ده او په سوله کې زموږ د ټولو عزت او حیثیت خوندي دی.
جمهور رئیس څرګنده کړه، اوربند له کومې ستونزې پرته په ښه توګه ترسره او مدیریت شو. هغه زیاته کړه : (( زموږ خلک پر راتلونکي نه یوازې باور لري، بلکې ارزښت هم ورکوي، نو افغانستان باید د ټولو په ګډو هڅو دعادلانه او اساسي نظام لرونکی شي.