یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / اشرف غني وایې د برېښنا ستونزې به یو نیم کال کې حل شي

اشرف غني وایې د برېښنا ستونزې به یو نیم کال کې حل شي

ولسمشر غني وایي، تر راتلونکو اتلسو میاشتو پورې به د برېښنا ستونزې ته رسېدګي وشي. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، نوموړي یادې څرګندونې پروان ته د سفر په ترڅ کې له صنعتکارانو او سوداګرو سره د یوې لیدنې پر مهال کړې دي. د سرچینې په وینا ولسمشر ویلي، چې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به د افغانستان برېښنا شبکه په منظمه توګه وصل او د فابریکو د برېښنا د کمښت ستونزه به هواره شي. سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر د دولت او پانګه والو تر منځ همکاري د افغانستان د پرمختګ شرط وباله او زیاته یې کړه، چې په قوانینو او مقرراتو کې بدلونونه به د پانګونې په برخه کې ډېرې ستونزې هوارې کړي. ولسمشر غني له سوداګرو او طنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو ټولنې ایجاد کړې چې پور ورکولو ته زمینه برابره شي. ولسمشر ویلي، هر سکټور چې ځان بساینې ته ورسېږي، د دولت په تدارکاتو کې ارزښت وکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *