شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / اشرف غنی د روستیو تروریستي پېښو ارزونه کړې ده

اشرف غنی د روستیو تروریستي پېښو ارزونه کړې ده

دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دجلال اباد په ښار کې ترسره شوې وروستۍ تروریستي پېښه په هر اړخیز ډول ارزؤل کیږي اؤ دښمن به دبېګناه افغانانو په وژنو سره هیڅکله خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي.

په دې وروستیو کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ پېښو کې د وژل شوؤ کسانو د فاتحې د مراسمو غونډې ته د ارک په جامع جومات کې ولسمشر ویلي که دښمن فکر کوي چې زمونږ د بېګناه خلکو په وژلو به خپلې شومې موخې ترلاسه کړي نو دا یې خام خیالي دي ، پخپل دریځ دې بیا فکر وکړي.

ښاغلي غني په دغه موقعه د ترهګرۍ پېښو کې د وژل شوؤ کورنیو ته ډاډ ورکړو چې “ستاسې درد اوغم زما او د ټولو خلکو شریک درد دی او د دې سترغم پر وړاندې ستاسې له صبر او حوصله‎مندۍ څخهمنندوی یم او هیله ده چې د شهیدانو ارزوګانې اوغوښتنې پوره کړو”

دفاتحې دغو مراسمو کې ولسمشر غني روانه اوونۍکې جلال اباد کې د کرکټ د لوبې په مهال د شوؤچاودنو په ځانګړي ډول یادونه وکړه اؤ ددغې پېښېقرباني شوؤ کورنیو ته یې ډاډ ورکړو چې دجلال اباددترهګریزې پېښې به هر اړخیزې پلټنې کیږي.

د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه دننګرهار په سرښارجلال اباد کې دبهسودو پل ته څیرمه د کرکټ په یولوبغالي کې دماسخوتنې دکرکټ دسیالیو په مهال بميچاودنې شوې وې چې پکې لږ تر لږه ۱۰کسان وژلشوي اؤ تر۴۰ زیات ژوبل شوي وؤ.

په دې وروستیو کې طالبانو د الخندق په نوم د نووجګړو پیل کولو اعلان کړی چې د هغې راپدیخواافغانستان کې دبدامنی وضعیت په چټکیتا سره دخرابیدو په لوري روان شوی اؤ طالبانو په ګڼ شمیرمهمو دولتي سیمو اؤ ودانیو ډله ییز بریدونه پیل کړيدي.

افغان چارواکي تور لګوي چې طالبان دپاکستان پهمرسته افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغهتورونه ردوي اؤ وایي افغانستان کې روانه ناقراريدافغان دولت خپله کمزوري ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: