دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افراسیاب خټک د پښتنو پر یوه ستره غونډه د پاکستان پلوه طالبانو برید غندلی دی

افراسیاب خټک د پښتنو پر یوه ستره غونډه د پاکستان پلوه طالبانو برید غندلی دی

د پښتونخوا وتلي سیاستوال او پخواني سناتور افراسیاب خټک د پښتنو پر یوه ستره غونډه د طالبانو برید غندلی دی. دده په وینا اوس دا ثابته شوه، چې پاکستانی حکومت ولې د فاټا مخالف دی او غواړي دغه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. دده په وینا د فاټا اوسېدونکي د طالبانو او ترهګرۍ مخالف دي او دا مسئله د پاکستان ګټې ګواښي. دده په خبره هغه کسان او هغه ډلې چې د طالبانو او ترهګرۍ مخالفت کوي د پاکستان ګټې ګواښي او دا مسئله د پاکستان لپاره د زغم وړ نه ده. خټک ټینګار کوي چې طالبان او ترهګرې ډلې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي. خټک وايي پاکستانی حکومت هم د هغو خلکو پر ضد ګامونه اوچتوي، چې د ترهګرۍ ضد دي، افراطیت غندي، پخپلو سیمو کې ترهګرو ته ځای نه ورکوي او یا هم د خپل حق غوښتنه کوي. پرون طالب وسله والو د علي وزیر په مشرۍ جوړې شوې غونډه باندې برید وکړ. ویل کېږي چې په دغه برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو تر دې دمه کره شمېره نه ده په ډاګه شوې. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مېشتو پښتنو دغه عمل په کلکو ټکو غندلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: