جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانان د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو تر ټولو ډېره خونړۍ بیه پرې کوي.

افغانان د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو تر ټولو ډېره خونړۍ بیه پرې کوي.

افغانان د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو تر ټولو ډېره خونړۍ بیه پرې کوي. بي بي سي انګلیسي پخپل یوه راپور کې وايي چې د امریکا د نوې تګلارې له اعلان سره سم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه په بې ساري توګه ډېر شوي دي. د سرچینې په وینا د همدې بریدونو په ډېرېدو سره په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړې کچې ته رسېدلې ده. رسنۍ د کندوز په دشت ارچي کې د عیني شاهدانو له خولې لیکي، چې په یوه خونړي هوايي برید کې ملکي وګړې په نښه شول او له دې ډلې یوازې دېرش کسه یې ماشومان وو. ځايي خلکو ویلي الوتکو لیدل، چې دوی ملکیان دي خو بیا یې هم خلک په ګولیو ویشتل. بي بي سي لیکي، ملکي افغانان د ټولو ښکېلو خواو په پرتله د جګړې ستره بیه پرې کوي او دوی ته روان وضعیت سخت خونړی تمام شوی دی. په راپور کې وړاندې راغلي چې د افغان او امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه افغانانو ته تر ټولو خونړي دي. امریکا او افغان پوځ غواړي د هوايي بریدونو په ډېرولو سره طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي خو یادې رسنۍ ته شنونکو ویلي چې په دې توګه به امریکا خپلو موخو ته و نه رسېږي. بل پلو په مطلب کې راغلي چې د افغان ځواکونو په پرتله د امریکا په هوايي بریدونو کې ډېر ملکیان وژل کېږي. د سرچینې په وینا په ۲۰۱۷ کال کې د امریکايي ځواکونو په بریدونو کې ۱۵۴ ملکیان وژل شوي وو خو د افغان ځواکونو په بریدونو کې بیا ۹۹ ملکیان وژل شوي دي. د بشري حقونو یوې څارونکې پتریشیا ګاسمن بیا ویلي چې د افغان ځواکونو په بریدونو کې د مرګ ژوبلې پړه هم د امریکايانو پر غاړه ده، ځکه افغان ځواکونه ددوی تر مشورې او مدیریت لاندې بریدونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: