پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانان سوله غواړي خو نړیوال قوتونه د جګړي اور ته لمن وهی

افغانان سوله غواړي خو نړیوال قوتونه د جګړي اور ته لمن وهی

افغان ولسمشر له ډونالډ ټرمپ مننه کړې ده. ولسمشر غني پخپل ټوېټر کې د ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو مننه کړې چې ویلي یې وو، طالبانو ته به اجازه ور نه کړي چې بریالي شي. ولسمشر غني د ټرمپ ددغه څرګندونې په ځواب کې ویلي، افغانان له سولې سره مینه لري او نور له جګړو ستړي شوي دي. ولسمشر غني ویلي چې افغانان او نړیوال له سیمه ییزې او نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزې ته متحد دي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې افغان حکومت او افغانان به هېڅ وخت ترهګرو ډلو ته د بریا اجازه ور نه کړي او له دغو ډلو سره به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ په یوه ټویټ کې د کابل وروستی خونړی برید غندلی و او ویلي یې وو، اجازه به ور نه کړي چې وسله وال طالبان د زور له لارې بریا ته ورسېږي. د ټرمپ په خبره دغه ډلې افغانان وژني او د افغانانو قاتلان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: