پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان او امریکا د ښځو لپاره د لسو خطرناکو هېوادونو په کتار کې راغلي دي

افغانستان او امریکا د ښځو لپاره د لسو خطرناکو هېوادونو په کتار کې راغلي دي

افغانستان او امریکا د ښځو لپاره د لسو خطرناکو هېوادونو په کتار کې راغلي دي. د رویټرز د یوه راپور پر بنسټ د ملګرو ملتونو د غړو ۱۹۵ هېوادونو په ډله کې هند، افغانستان، سوریه او امریکا د ښځو لپاره په لسو خطرناکو هېوادونو کې ولاړ دي. په دې راپور کې راغلي چې امریکا د ښځو لپاره لسم خطرناک هېواد دی. په یادو هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کېږي او جنسي ځورونې پکې ډېرې دي. امریکا او سوریه دواړه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له اړخه په ګډه لسم ځای لري. هند بیا په دې نوملړ کې لومړی ځای لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: