جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان او پاکستان پر اوو مواردو موافقه وکړه

افغانستان او پاکستان پر اوو مواردو موافقه وکړه

کابل ته دپاکستان د لومړي وزیر دسفر پر مهال دواړو هیوادونو پر یو شمیر موضوعاتو موافقه کړې ده.

دپاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي دیوه لوړي پوړي پلاوي په مشرۍ نن د وري په ۱۷مه، په یوه ورځني رسمي سفر کابل ته راغلی و، هغه له ولسمشر اشرف غني، اجراییوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او داجراییه ریاست مرستیال محمد محقق سره ولیدل.

دبهرنیوچارو وزارت لخوا پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دولسمشر اشرف غني اود پاکستان دلومړي وزیر ترمنځ په خبروکې په لاندې مواردوموافقه وشوه.

۱. پاکستان دافغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

۲. دواړه هیوادونه به د هغو وسله والو ډلو او کسانو پر ضدجدي اقدامات کوي، چې دواړو هیوادونو ته امنیتي ګواښ رامنځته کوي.

۳. دواړهیوادونه ژمنه کوي، چې هیڅ هیواد، ډلې او او کسانو ته به اجازه نه ورکوي،چې د یوهیواد خاوره د بل پر ضدوکاروی.

۴. د موافقه شویو مواردو د عملي کولو لپاره به دواړه هیوادونه د ارزولو اوهمغږۍ په موخه د افسرانو په کچه ارتباطي میکانیزم جوړوي.

۵. دواړه هیوادونه به ژمنه کوي، چې دیوبل له فضایي حدودو سرغړونه نه کوي.

۶. دواړه هیوادونه د یوبل له ملامتولو ډډه کوي اود اختلافي موضوعاتو ته درسیدګۍ لپاره به دسولې لپاره درامنځته شوي له عملي پلان څخه استفاده کوي.

۷. دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسولې دعمل پلان دتطبیق په موخه دواړه هیوادونه کاري ډلې او لازم میکانیزمونه جوړوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: