سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / افغانستان او پاکستان یو ځل بیا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر سره خبرې کړې دي

افغانستان او پاکستان یو ځل بیا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر سره خبرې کړې دي

افغانستان او پاکستان یو ځل بیا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر سره خبرې کړې دي. د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو په راولپنډۍ کې سره لیدلي دي او د بېلا بېلو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي. د راپور له مخې دواړو لورو هوکړه کړې چې د ترهګرو د فعالیتونو او تګ راتګ په اړه به له یو بل سره معلومات شریکوي. همدا راز به د افغانستان ځینې ارتباطي افسران په پاکستان او د پاکستان ځينې ارتباطي افسران په کابل کې وي. دوی به د ترهګرو د فعالیتونو، بریدونو، تګ راتګ او نورو حرکتونو په اړه پخپلو کې معلومات شریکوي. دا لومړی ځل نه دی، چې افغان او پاکستانی حکومت داسې اقدامات ترسره کوي بلکې تر دې وړاندې هم د ملي یووالي حکومت د خپل کار له پیله له پاکستان سره دداسې معلوماتو پر شریکولو سلا کړې وه. هغه مهال د حکومت دا پرېکړه له توندو غبرګونونو سره مخ شوه او ددې تر څنګ یې د ثبات په راوستو کې ګټه هم نه ده کړې. افغان حکومت ډېر وخت په حساسو شرایطو کې پر پاکستان باور کوي چې له همدې باور وروسته ډېرې بریا ته نږدې پروسې له ماتې سره مخ کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: