سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان به د سترو پروژو له لارې په سیمه کې د اتصال ټکی وي

افغانستان به د سترو پروژو له لارې په سیمه کې د اتصال ټکی وي

افغانستان په سیمه کې د اتصال سیاست لري نه د بېلتون. افغان ولسمشر نن په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د اختتامیې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت او افغانستان غواړي هېواد یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې او ترانزیت د اتصال خاوره وي. دده په خبرو د افغانستان سیاست داسې دی، چې غواړي د اسیا په څلور لارې بدل شي او په سیمه کې شته بدامنۍ او اقتصادي کمزورۍ له منځه یوړل شي. دده په خبره افغانستان غواړي جنوبي اسیا د مرکزي اسیا له هېوادونو سره وصل کړي. دده په خبره ټاپي یوه پروژه نه ده، بلکې په سیمه کې د دوامداره ثبات او پرمختګ لپاره یو مهم اقدام دی. هغه د ترکمنستان له ولسمشر مننه وکړه، چې تر پایه یې ددغه پروژې د پلي کولو په برخه کې همکاري کړې ده. ولسمشر د ورته سترو پروژو د پيل لپاره تمه وښوده او په وینا یې افغانستان په دې ډول سترو پروژو کې همکاریو او برخه اخیستو ته تیار دی. ټاپي پروژه نن په ترکمنستان کې بشپړه شوه، خو په افغانستان کې به یې یوازې یوه برخه پرانیستل شي. دغه پروژه به له ترکمنستان هند او پاکستان ته ګاز ولېږدوي او تر ۲۰۲۰ کار پورې به بشپړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: