دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان ته د ایران د وسپنیزو توکو راوړل لوړ شوي دي

افغانستان ته د ایران د وسپنیزو توکو راوړل لوړ شوي دي

افغانستان او عراق ته د ایران د وسپنیزو توکو صادارات لوړې کچې ته رسېدلي دي. د رسنیو د راپورنو له مخې د روان میلادي کال تر دې دمه ایران افغانستان او عراق ته ۹۹۸ زره ټنه وسپنه صادره کړې ده. ددغه وسپنیزو توکو ارزښت ۵۴۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي. دا شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹۵ سلنه لوړوالی ښيي. د فنینشل ټایمز د راپور له مخې ایران په بېلو برخو، لکه ساختماني، ماشین الاتو او نورو وسپنیزو توکو کې لوړه کچه تولیدات لري. د سرچینې په وینا ایران دغه توکي تر ډېره ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او عراق ته استوي. سره له دې چې پر ایران د صادراتو بندیزونو په ډېرېدو دي خو بیا هم افغانستان او عراق ته ددغه هېواد صادرات میلیونونو ډالرو ته رسېږي. په افغانستان کې په تېره په جنوبي ولایتونو کې ډېری وسپنیز او نور ساختماني توکي له ایران وارېدېږي، خو له څه مودې راهیسې په جنوبي ګمرکونو کې ځينو ستونزو دغه صادرات کم کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *