پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان ته د ترکمنستان نه د نوري فایبر غځولو کار پیل شو

افغانستان ته د ترکمنستان نه د نوري فایبر غځولو کار پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، له ترکمنستان څخه هېواد ته د نوري فایبر د غځولو کارونه شروع شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له ترکمنستان څخه د نوري فایبر پروژې په عملي کېدو سره به د انټرنټي خدماتو په وړاندې کولو کې، ډېر بدلونونه راشي.

د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل پرون ازادي راډیو ته وویل، د دغې پروژې عملي کار پیل شوی او له بشپړېدو سره به‌یې د انټرنټي خدماتو مشکلات حل شي.

د نوري فایبر دا پروژه د ټاپي پروژې سره یوځای له ترکمنستان څخه افغانستان ته انتقالېږي چې نیمروز، هرات، کندهار او هلمند ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وینا، دغه پروژه به نورو ولایتونو ته هم انټرنټي اسانتیاوې برابرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: