جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان دکرکټ نورلس کلنو لوبغاړو خپل چیلنج د پاکستان په وړاندي رښتیا کړو

افغانستان دکرکټ نورلس کلنو لوبغاړو خپل چیلنج د پاکستان په وړاندي رښتیا کړو

د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ځوانانو ملي لوبډلې د نړيوال جام په لومړۍ لوبه كې پاكستان ته ماتې وركړه.
دا پنځوس اوريزه لوبه د افغانستان په وخت تېره شپه په نيوزيلنډ كې پيل شوه او نن سهار پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د پاكستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
پاكستانۍ لوبډلې په ۴۷ اعشاريه ۴ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې ۱۸۹ منډې هدف وټاكه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې وركړل شوى هدف په ۴۷ اعشاريه ۳ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او پاكستان ته يې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.
افغان لوبډله به خپله دوهمه لوبه د راتلونكې چهارشنبې په ورځ د سريلانكا په وړاندې ترسره كړي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان تر دې مخکې په اسيايي سياليو کې پاکستان ته دوه ځلې ماتې وركړې وې.
د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلو په ګډون د کرکټ د نړيوال جام پنځوس اوريزې سيالۍ په نيوزيلنډ کې پيل شوې دي. دا هېوادونه په څلورو ګروپونو وېشل شوي او افغانستان په (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلنډ سره شامل دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: