دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان د انګلستان ریکاب سازمان غړی شو

افغانستان د انګلستان ریکاب سازمان غړی شو

د ورکړل شوو راپورونو له مخې، افغانستان د انګلستان ریکاب سازما غړیتوب تر لاسه کړ

د کلیوو بیا رغونې او پراختیا وزیر ”مجیب الرحمن کریمي“ رسنیو ته په خبرو کې ویلي: افغانستان د انګلستان ریکاب سازمان غړیتوب تر لاسه کړ، چې له امله به یې د دې سازمان په مرسته کلیوو ته غځېدلې ټولې لارې سروې او په اساسي ډول به ورغول شي

کریمي زیاته کړه د دې سازمان د غړیوو هیوادونو ارقام ۱۷ دي چې د اپریل په میاشت کې یې افغانستان هم غړیتوب تر لاسه کړ

په ورته وخت کې د همدې وزارت له لوري د یو شمېر پرمختیایي کلیوالي شوراګانو سره د ۱۸ کارېزونو د بیا رغولو تړنونه هم لاسلیک شوي دي

یاد ۱۸ کارېزونه په کابل، ننګرهار، کندهار، کنړ او هرات ولایتونو کې به له سره کېندل کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: