جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / پاکستان / افغانستان د جګړي کېلې د پاکستان سره ده

افغانستان د جګړي کېلې د پاکستان سره ده

نشنل انټرسټ نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي، د افغانستان د ستونزې جرړې په ګاونډیو هېوادونو کې دي او تر هغه چې افغانستان له خپلو ګاونډیو سره په ګډه د روان بحران د حل هڅه و نه کړي، دا جګړې به روانې وي. نشریه زیاتوي پاکستان یو له هغو ګاونډیو دی، چې تر ډېره د ترهګرو په ملاتړ تورنېږي او امریکا هم په دې وروستیو کې فشارونه ورباندې ډېر کړي دي. سرچینه زیاتوي د افغان جګړې د حل لپاره د ګاونډیو پوره همکاري اړینه ده او همدا راز ددغه بحران د حل لپاره د سیمې د هېوادونو اجماع ته اړتیا ده. نشنل انټرسټ وايي، پاکستان په سیمه کې د امریکا د پلانونو تر ټولو ستر ملګری دی او امریکا به دغه هېواد په اسانه له لاسه ور نه کړي. د نشریې په خبره امریکا ښايي پر دغه هېواد فشارونه ډېر کړي خو دتل لپاره به یې له لاسه ور نه کړي. په لیکنه کې وړاندې راغلي، چې په افغانستان کې د روان بحران د حل تر ټولو ښه لار همدا ده، چې سیمه ییزه اجماع رامنځ ته شي او ګاونډیان د افغانستان د ثبات لپاره هڅه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: