پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د کیفیت برخه خورا زیاته ټيټه ده

افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د کیفیت برخه خورا زیاته ټيټه ده

کابل – د لوړو زده کړو وزارت مسوولين وايي، خصوصي پوهنتون باید د کمیت پر ځای کیفیت ته ډېر لومړیتوب ورکړي.

د دې وزارت مسوولينو چې د ۱۳۹۷کال تحصلي نندارتون په پرانست غونډه کې یې خبرې کولې وویل، په تیره یوه لسیزه کې افغانستان د تحصیلي بنسټونو په برخه کې خورا پرمختګ کړی، خو د کیفیت په برخه کې اوس هم شته ستونزې پرخپل ځای دي.

په دغه نندارتون کې چې یوشمېر لوړپوړو چارواکو هم پکې ګډون کړی، ډېر ټینګار پکې لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅونه او د لوړو زده کړو پر کیفیت باندې کیږي.

د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو په وینا، په تېره یوه لسیزه کې افغانستان د زده کړو په برخه کې خورا پرمختګ کړی، خو د کیفیت په برخه کې یوشمیر تحصيلي بنسټونه اوس هم ګڼې ستونزې لري.

د دوی په وینا، د یادو ستونزو د حل په موخه خصوصي پوهنتونونه باید د کمیت پرځای ډیر تمرکز پر کیفیت وکړي.

په کابل کې تحصيلي نندارتون چې د څلورو ورځو لپاره داوم کوي، نيږدې پنځوسو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو پکې ګډون کړیدی.

د خصوصي پوهنتونو د مسولينو په وینا دا ډول نندارتونو عامه پوهاوي په ځانګړي ډول ځونانو ته خورا اغېزمن رول لري. د نندارتون یوشمېر ګډونوال هم په ورته نظر سره وایي، چې دا ډول نندارتونونه د دې سبب کېږي، ترڅو ځوانان لوړو زده کړو ته لا لېواله شي

په کابل کې د تحصيلي نندارتونو لړۍ له ۱۳۹۳ کال راپدېخوا پيل شوې چې هر کال ګڼ شمېر خصوصي پوهنتونونه په ورته نندارتون کې ګډون کوي او د خپل پوهنتون او موسسې اړوند معلومات د نندارتون ګډون والو ته ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: