یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان / افغانستان د سولې کلۍ په پاکستان کې ده

افغانستان د سولې کلۍ په پاکستان کې ده

د امریکا د پوځ لوړپوړي جنرال جوزف ووټل ویلي، د افغانستان د سولې کلۍ په پاکستان کې ده او دغه هېواد ته په کار ده، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې او سولې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. نوموړي ویلي امریکا لا هم له پاکستان سره مرسته کوي نو پاکستان ته په کار ده، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي. ووټل همدا راز ویلي چې افغان ځواکونه پياوړي شوي دي خو د ترهګرو ډلو ماتول او جګړې ختمول وخت ته اړتیا لري. دده په خبره افغان او امریکايي ځواکونه په ګډه هڅه کوي څو ترهګرې ډلې ماتې کړي تر څنګ یې امریکا لا هم د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړې ده. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د سولې خبرې پایلې ورکړي او روانه جګړه نوره په افغانستان کې پای ته ورسول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *