دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان د پرلپسې دریېمې بریا لپاره لستوڼي رابډ وهل

افغانستان د پرلپسې دریېمې بریا لپاره لستوڼي رابډ وهل

 

د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالیو کې افغانستان د خپلې پرلپسې دریېمې بریا لپاره نن «شنبه» د آیرلینډ لوبډلې په وړاندې سیالۍ پېل کړې ده. د افغانستان لخوا په لوبډله کې یو شمېر تغیرات شوي، چې په لاندې ډول ده: لوبډلمشر نوین الحق، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، بهیر شاه محبوب، درویش رسولي، نثار وحدت، طارق ستانکزی، وقار الله اسحاق، قیس احمد، مجیب ځدراڼ او وفادار. ننۍ لوبه په کومبم اوول لوبغالي کې ترسه کیږي چې په کې پچه د افغانستان لوبډلې وګټله او آیرلینډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې تر دې دمه د آیرلینډ ۱۹ کلنو په ۲۲ اورونو کې د ۶۶ منډو په جوړولو یوه ویکټ له لاسه ورکړې ده. د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ تر دې دمه ۶ اورونه ترسره کړي چې ۴ یې میډن کړي، او د ۱۳ منډو په بدل یې ۱ ویکټه ترلاسه کړې ده. د یادونې وړ ده چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله د سرېلنکا ۱۹ کلنې لوبډلې څخه د تېر میچ په ګټلو سره کوارټر فاینل ته لار موندلې ده، چې ددې لوبې په ګټلو سره به یې اوسط نور هم پورته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: