دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنه ورکول کیږي

افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنه ورکول کیږي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې جاپان او ایران یوه هوکړه کړې چې له مخې یې غواړي د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنه ورکړي. ایران وايي د ګمرک کارکوونکو ته د ښې سوداګریزې فضا د رامنځ ته کولو، له خلکو سره د اړیکو او چلند کولو، د تقلبي توکو د پېژندل او ګمرکي اصولو په برخه کې روزنه ورکوي. ایران ویلي چې ددغه کارکوونکو لومړۍ ډله به ایران ته را وغواړي او هلته به روزنه ورکړي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا به څومره کسان وي او دغه روزنه به د څومره وخت لپاره ترسره کېږي. بل لور ته جاپان ویلي دوی هم غواړي له ایران سره په ګډه د افغان ګمرکونو د کارکوونکو په روزنه کې مرسته وکړي. ددغه هېواد د چارواکو په وینا موخه یې د افغانستان وده او پرمختګ دی او د تېر په څېر به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *