یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / تفریح / افغانستان لوبډلې سریلانګا ته غاښ ماتونکي ماتې ورکړه

افغانستان لوبډلې سریلانګا ته غاښ ماتونکي ماتې ورکړه

د اسیا جام سیالیو په لړکې نن دسپټمبر په( ۱۷ )مه نېټه د متحده عربي اماراتو په (ابوظبۍ) شېخ زاید لوبغالي کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ سیالۍ ترسره شوه. د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله اولومړی د منډو جوړولو پرېکړه یې وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې دلس لوبغاړو په سوځېدو سره سریلانکا ته (۲۵۰) منډو هدف وټاکه.د افغان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې دپیل لوبغاړو ښه لوبه وکړه محمد شهزاد په (۳۴ )منډو وسوځېده، احسان جنت په ۴۵ منډو وسوځېده، حشمت (۳۷ )منډې جوړې کړې. ترټولو ډېرې ۷۲ منډې بیا رحمت شاه افغان لوبډلې ته جوړې کړې.توپ اچونه کې دسریلانکا لپاره ترټولو ښه توپ اچونه تیسارا پرېرا ترسره کړه. نوموړي په دې سیالۍ کې پنځه لوبغاړي وسوځول، اکېلا دننجایا دوه لوبغاړي وسوځول، لاسېت ملېنګا او دوشمنتا چمیره یو یو لوبغاړی وسوځاوه.سریلانکا دافغان لوبډلې د(۲۵۰) منډو هدف په ځواب کې پاتې راغله اود (۴۱.۲) اورونو په لوبولو سره یې دټولو لوبغاړو په سوځېدو( ۱۵۸ ) منډې جوړې کړې.په توپ وهنه کې د سریلانکا لپاره کوسال مېنډېس په صفر وسوځېد، اوپل ترنګا( ۳۶ )ډی سیلوا( ۲۳)کوشال پرېرا (۱۷ )شېحن جایسوریا(۱۴ )لوبډلمشر انجیلا میتیوس (۲۲) تېسارا پرېرا( ۲۸) منډې جوړې کړې .په توپ اچونه کې د افغان لوبډلې لپاره مجیب ځدران، محمدنبي، راشدخان اوګلبدین نایب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه وټاکل شو، چې( ۷۲ ) منډې جوړې کړې.یاده سیالۍ افغان لوبډلې د ( ۹۱ )منډو په توپیر وګټله او د(۲۰۱۸ )کال اسیاجام سیالیو دویم پړاو( Super Fur)ته یې نېِغ په نېغه لارپیداکړه، افغان لوبډله به دوهمه سیالۍ په اسیاجام کې په (۲۰ )دسپټمبر راتلونکې پنج شنبه د بنګله دېش سره ترسره کړي. دیادونې وړده چې افغانستان اوسریلانکا ددې سیالۍ نه وړاندېوځل په( ۲۰۱۴) کال اسیاجام سیالیو کې اویوځل په (۲۰۱۵) کال نړیوال جام کې سره مخ شوي و چې دواړه ځلي افغان لوبډلې ماتې منلې وې خوداځل افغان لوبډله بریالۍ شوه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *