پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان ننګرهار کې چاودنې پنځه ملکیان وژلي او نهه نور ټپیان کړي

افغانستان ننګرهار کې چاودنې پنځه ملکیان وژلي او نهه نور ټپیان کړي

د هسکې مینې د ولسوالۍ د جمعې د ورځې د سړک د غاړې په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ملکیانو پر موټر چاودنې پنځه کسان وژلي او نهه نور یې زخمیان کړي دي

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال امریکا غږ ته وویل چې چاودنه نن سهار نهه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ‌‌‌‌‌‌ډب پاپین سیمه کې د ملکیانو په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډسن موټر شوې ده.

نوموړي وویل چې په وژل شویو کې یو یې ماشوم او څلور سړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې د دوو مېرمنو او څلورو ماشومانو په ګډون نهه عام وګړي ټپیان شوي هم دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ ولسوال سازولي وايي ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډسن پک اپ موټر له جلال اباد ښار څخه د خټکي سیمې ته تلو او عام وګړي پکې ناست و چې د مختلفو سیمو اوسېدونکي وو.

هغه وايي په چاودنه کې موټر هم بشپړ ویجاړ شوی دی.

د ښاغلي خوږیاني د معلوماتو پر اساس چاودنه د افغان حکومت تر کنټرول بهر سیمه کې شوې ده.

تر اوسه ددغې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د هسکې مېنې ولسوالۍ کې له دې وړاندې هم دغه ‌‌‌‌‌‌ډول چاودنې شوي دي چې ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *