یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان هم د نړۍ د سرلارو کرکټ بورډونو غوندې د یوه نړیوال لیګ څښتن شو

افغانستان هم د نړۍ د سرلارو کرکټ بورډونو غوندې د یوه نړیوال لیګ څښتن شو

د افغانستان پریمیر لیګ تړون د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د کابل په انټر کانټینینټل هوټل کې د افغانستان د کرکټ بورډ د عمومي مشر، شکرالله عاطف مشعل او د سنیکسر سپورټس ((Snixer Sports نومې کمپنۍ د استازي له خوا لاسلیک شو.

ښاغلي مشعل پر دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل ، دا لوی بری او ویاړ دی، چې له نن وروسته افغانستان هم د نړۍ د سرلارو کرکټ بورډونو غوندې د یوه نړیوال لیګ څښتن شو. د کرکټ بورډ عمومي مشر زیاته کړه، چې دغه لیګ به ددې لامل شي، چې افغان لوبغاړي د نړۍ له اتلو لوبغاړو سره د لوبېدو موقع پیدا کړي. او له بله پلوه به د افغانستان کرکټ بورډ ته یو عایداتي سرچینه وګرځي چې په پیل کې به یې کلنۍ کچه ( ۶ ) سوه زره امریکايي ډالر وي ، ښاغلي مشعل وویل چې دا لیګ به د لوبغاړو لپاره هم ښه مالي سرچینه وي او سوداګر به هم ترې ګټه پورته کړي.

ښاغلي مشعل وویل ، په تیر مهال کې افغانان لیواله وو چې د هیواد لوبغاړي یې په کوم نړیوال لیګ کې ولوبیږي خو دادی اوس یې خپل هیواد افغانستان د نړیوال لیګ څښتن شو.

د کرکټ بورډ عمومي مشر وویل چې نن سبا تر ډیره د افغانستان نوم له دهشت او وحشت ، جګړو، چاودنو او د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي په تړاو یادیږي، خو لوبې د افغانانو لپاره یو ویاړ او د هر افغان نیک هویت انځوروي.

ښاغلي مشعل وویل ، چې ددغه هوکړه لیک د چمتو کولو لپاره یې شپږ میاشتې کار کړی دی او د حکومت یوې حقوقي کمپنۍ یې مرسته کوله.

هغه وویل ، چې دوی د افغانستان کرکټ دې ځای ته راورسوه او تر ده وروسته چې کوم مشر کرکټ بورډ ته راځي هیله ترې کوي چې دا کاروان منزل ته ورسوي.

په دغه غونډه کې د ولسي جرګې نایب حاجي نذیر احمدزي هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې افغانان له شاوخوا ( ۴۵ ) کلونو راهیسې له جګړو او بد مرغیو سره لاس او ګریوان دي، خو نن یوه نیک مرغه ورځ ده چې دداسې لوبیز پرمختګ د هوکړه لیک د لاسلیکولو په غونډه کې یو. نوموړي دا د لوی ویاړ ځای وباله چې په وینا یې ځوانو افغانانو په تشو لاسونو او نشت امکاناتو ځانونه د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سیالان کړل.

هغه ناستو خلکو ته اشاره وکړه او ویې ویل نن دلته نژدې د افغانستان د هر قام ځوانان او کسان ناست دي، هره نیکمرغي یې تر منځ شریکه ده کاش د افغانستان سیاستوال هم له دې یووالي الهام واخلي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه مشر، شفیق الله ستانکزي وویل، ۲۰۱۷ کال د افغانستان کرکټ لپاره پوره اهمیت درلود، په تیرو کلونو کې هم پرمختګونه شوي و خو دا یو تاریخي کال وو، ان هغه خوبونه مو په ښه توګه ریښتیا شول، چې موږ ورنه ویره درلوده، سږکال په (۲۰۱۸) کې مو هم دادی یو بل لوی خوب ریښتیا شو او هغه دا، چې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ هوکړه لیک لاسلیک شو، دا چاره به ددې لامل شي ، چې د افغانستان لوبغاړي د نړۍ له سترو روزونکو روزنه ترلاسه کړي مانا دا چې افغان لوبډله به له مالي او تخنیکي اړخونو مخکې لاړه شي. هغه هیله وښوده چې له دې غوره لیګ به په شپږو کلونو کې زیات نه زیات له دیرشو نه تر څلوېښتو میلونو ډالرو ګټه ترلاسه شي او د دغه لیګ لومړی پړاو به په اکتوبر میاشت کې په متحده اماراتو کې ترسره کیږي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي هم دغې غونډې ته خبرې وکړې، نوموړي وویل: د افغانستان کرکټ د دغه هیواد نوم په ټوله نړۍ کې وځلاوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ غړي احمدشاه سنکدل وویل، لوبغاړي د افغانستان د خلکو د سولې استازيتوب کوي او نړيوالو ته وخت ورکوي چې دغه هیواد ته له بل لیدلوري هم وګوري هغه دا چې ددغه هیواد خلک لوبیز او اکاډمیک استعدادونه هم لري، نوموړی وویل، چې کله د کرکټ بورډ اوسنی مشر په دنده ګمارل کیده نو د ولسمشر پوښتنه دا وه، چې ایا موږ به د کرکټ په اړوند په ځان بسیا شو کنه، خو نن دادی ریښتیا هم کرکټ بورډ داسې یو ګام پورته کړ چې پر ځان د بساینې څرګندونه کوي.

په دغه غونډه کې د سنیکسر کمپنۍ استازي انوراګ جهانور وویل: د افغانستان د کرکټ لیګ په نړۍ کې شپږم لیګ شو ، یعنې تر دې مخکې پنځو هیوادونو غوره لیګونه درلودل، هغه زیاته کړه چې په دغه لیګ کې پنځه امتیازلرونکې لوبډلې ۲۳ لوبې کوي، چې له اتلسو تر شلو ورځو به دوام کوي دغه لوبې به په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي چې ټولې به په ژوندۍ بڼه له تلویزیون خپرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: