جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / تفریح / افغانستان پاکستان ته ۲۵۸ هدف وټاکه

افغانستان پاکستان ته ۲۵۸ هدف وټاکه

د افغانستان بېټس مېن حشمت الله شهیدي د پاکستان او افغانستان په نننۍ لوبه کې تر ټولو ښه بېټنګ وکړ او په ۱۱۸ بالونو کې یې ۹۷ رنزونه جوړ کړل او له سېنچرۍ څخه یواځې په ۳ رنزونو پاتې شو.

د عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اېشیا کپ په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې د ۶ لوبغاړو په آوټ کېدو پاکستان ته د ۲۵۸ رنزونو هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا کپتان اصغر افغان هم ښه لوبه وکړه او په ۵۶ بالونو یې ۶۷ رنزونه جوړ کړل، چې په دغو کې یې ۵ چکې وهلې دي.

د کرکټ څېړونکو تمه څرګندوله چې افغانستان به پاکستان د شاوخوا ۲۵۰ رنزونو هدف ورکړي خو افغانستان تر هغه زیات رنزونه وکړل.

د پاکستان بېټنګ په څو شېبو کې پیل کېږي او د کرکټ پوهان وایي، که چېرې افغانستان د پاکستان اوپنران له مخې سره له منځه یووړل نو کېدای شي چې لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *