دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغان کرکټ لوبډله په دویمه تمریناتي لوبه کې ستونزو سره مخ ده

افغان کرکټ لوبډله په دویمه تمریناتي لوبه کې ستونزو سره مخ ده

د افغانستان ملي لوبډله د هالنډ لوبډلې په وړاندې په توپوهنه کې له ستونزو سره مخ شوه او په لږو منډو یې ډېرې ویکټې له لاسه ورکړې دي. د ۲۰۱۹م نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره په تمریناتې لوبو کې افغانستان د هالنډ په وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه ترسره کوي چې له پېله یې یوځل بیا توپوهونکي له ماتې سره مخ شوي. د محمد شهزاد، احسان الله جنت او رحمت شاه په څېر غوره لوبغاړي په لږو منډو وسوځېدل، چې اوسمهال د محمد نبي او شرف الدین اشرف په ملګرتیا یې منډې تر ۶۰ واړولې. په سر کې افغانستان د محمد شهزاد او احسان الله په سوکه توپوهنه پېل وکړ چې ښه ښکارېده، خو د احسان الله د ویکټې غورځېدو نه وروسته افغان لوبډلې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې. په داسې حال کې چې افغانستان د احسان جنت ویکټ له لاسه ورکړه، ټولې ۳۱ منډې وې، خو چې کله منډې ۳۸ ته ورسېدې، افغانستان پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړي و، چې د ۶ منډو په بدل کې یې ۵ لوبغاړي وسوځېدل. محمد شهزاد په ۵۲ توپونو بې له کومې شپږیزې یا څلوریزې وهلو ۱۲، احسان جنت د ۲ څلوریزو په وهلو ۱۴، رحمت شاه ۱، ناصر جمال صفر، نجیب ځدراڼ ۳، اوسمهال محمد نبي ۱۴ او شرف الدین اشرف ۲۸ منډې جوړې کړي او ناسوځېدلي ولاړ دي. د محمد نبي او شرف الدین ترمنځ د ۴۲ منډو ملګرتیا ترسره شوې ده، چې په کې شرف الدین ۲ شپږیزې او ۱ څلوریزه وهلې ده، دا مهال د افغانستان ۸۰ منډې دي او ۵ ویکټې يې له لاسه ورکړې دي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې افغانستان په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې ویسټ انډيز لوبډلې ته په غوره توپ اچونه د ۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *