پوهنې وزارت وایي، ۳ اعشاریه ۷ میلیونه ماشومانو د مختلفو دلایلو له امله له زده کړو بې برخې دي. د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونکو د وړتیا لوړولو پروګرام غونډې ته وویل، چې ددې محرومو ماشومانو ډېره برخه نجونې دي. د امریکا پراختیايي پروګرام یا یو اس اې ای ډي وایي، د ښوونکو وړتیاوو د لوړولو پروګرام په کابل کې ۲۵۰۰ قراردادي ښوونکو ته زده کړې ورکوي. د پوهنې وزارت سرپرست وایي، دا وزارت د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۵۴ زرو ښوونکو ته اړتیا لري. په ورته مهال د حکومت اجرائیه رئیس د پروموټ پروژه د افغان ښځو وړتیاوو لوړولو په برخه کې اغیزناکه بولي او وایي، چې ددې پروګرام تر پای پورې به ۱۰۰زره کسان زده کړې ترلاسه کړي.
