یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بين المللي / افغانستان کې داعش وسلوال اروپا ته ګواښ دی

افغانستان کې داعش وسلوال اروپا ته ګواښ دی

د برېتانیا ددفاع وزیر ګاوین ویلیامسون وايي، په افغانستان کې شته داعشیان په برېتانیا او ټوله اروپا کې له وړو وړو ډلو سره په اړیکه کې دي او ستر خطرونه جوړولی شي. نوموړي ویلي برېتانیا هڅه کوي ددغه ډلې په له منځه وړلو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي څو په دې توګه په اروپا او برېتانیا کې ددغه ډلې له امله رامنځ ته شوی خطر ختم شي. هغه وایي برېتانیا هر څه له نږدې څاري او اجازه به ور نه کړي چې د مانچستر د پېښې په څېر ترهګریز بریدونه وشي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکي له سوريې او عراق دداعش ډلې په راغلو کسانو کې برېتانوي، فرانسوي، روسي او د نورو اروپايي هېوادونو اتباع هم شامل دي. اوس اوس برېتانیا وايي دوی داسې اسناد او شواهد پیدا کړي چې داعش ډله له افغانستان په لندن کې له خپلو کسانو سره په اړیکه کې ده او د ځينو فعالیتونو هڅه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *