سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې داعش ډله بې کوره شوي عام خلک په مرګ سره ګواښې

افغانستان کې داعش ډله بې کوره شوي عام خلک په مرګ سره ګواښې

وروسته تر هغه چې دولتي ځواکونو د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل، داعشیانو د عملیاتو له امله د ولسي خلکو پرضد ګام پورته کړی .

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوری رسنیو ته ویلي؛ په دې عملیاتو کې د داعش ۲۰ تنو جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې او لا هم عملیات جریان لري.
پر همدې مهال ځایي سرچینو د سلام وطندار خبري شبکې ته ویلي؛ چې داعشیانو د درزاب ولسوالۍ اړوند د مغولو او اولاد په نامه کلیو اوسیدونکي مجبور کړي تر څو له خپلو کورونو ووځي او دروازې یې د دوی پرمخ خلاصې پریږدي.
دا کورنۍ چې اوس د جوزجان مرکز ته راغلې وایي؛ داعش ګواښ ورته کړی چې که کورونو ته بیرته ورستانه شول وبه وژل شي .
د درزاب ولسوالي د پولیسو سرپرست قوماندان امان الله رسنیو ته ویلي چې د کډه شویو کورنیو شمیر تر ۴۰۰ ډیر دی او په سخت حالت کې شپې تیروي.
کډوالې کورنۍ شکایت کوي چې حکومت د داعش پر وړاندې په عملي بڼه هیڅ داسې ځپونکي عملیات نه دي کړي چې هغوی له سیمو په شا کړي.
ویل کیږي په درزاب کې زیاتره بهرني جنګیالي د داعش په لیکو کې شتون لري چې د ځایي خلکو په وینا په دې ډله کې ډیری تجربه کاره کان کیندونکي هم شتون لري.
په داسې حال کې چې داعش کاملاً بهرنۍ استخباراتي پروژه بلل کیږي یو شمیر ځایي سرچینې یې د بلک واټر امنیتي کمپنۍ سره هم په تړاو شک څرګندوي، هغه کمپنۍ چې ګڼو بشرضده جنایاتو کې ښکیله ده او په دې وروستیو کې یې د افغانستان د کانونو د کیندنې او د جګړې د ترسره کولو اجازه هم غوښتې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: