دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې د جهاد فتواه امریکایان ورکوي

افغانستان کې د جهاد فتواه امریکایان ورکوي

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه قومندان رابرت مېلر په خپلو خبرو کې ویلي، وسله وال طالبان په افغانستان کې جګړه کوي او خپلې جګړې ته یې د جهاد نوم ورکړی دی. دده په خبره په افغانستان کې اصلي مجاهدین افغان ځواکونه دي، ځکه دوی د خپل هېواد د ساتنې لپاره مبارزه کوي. مېلر وايي د وسله والو طالبانو مشران په بهرنیو هېوادونو کې ارام ژوند لري، خو نور کسان یې په افغانستان کې، ځانونه مجاهدین بولي، خلک وژني، خپلسري اعدامونه کوي، نشه يي توکي پلوري او د خپلو افغانانو پر وړاندې جګړه کوي. دغه لوړپوړي امریکایي جنرال ویلي، چې افغان او بهرني ځواکونه د ترهګرو پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي او په وینا یې افغان ځواکونه پياوړي دي او دوی به وکړی شي د خپل هېواد امنیت خوندي کړي. هغه ویلي چې امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده او د ناټو د هوکړې پر بنسټ به د غوڅ ملاتړ ماموریت دوام ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: