پر بشري حقونو د څار سازمان وايي په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیانونه افغان ملکیانو ته رسېدلي دي. سرچینه وايي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ ملکیان وژل شوي او ۳۴۰۰ نور ټپیان دي. په مطلب کې راځي، چې تر ډېره دغه مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو له امله اوښتې ده، خو ددې تر څنګ د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو او د افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم افغان ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه اداره د افغان ملکیانو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بولي او پر ټولو خواوو غږ کوي چې د ملکی وګړو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي. سرچینه زیاتوي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دغه کچه زړه بوږنوونکې ده او دا به د ستر ناورین لامل شي.
