چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې د ماشومانو وضیعت د اندېښنې وړ دی

افغانستان کې د ماشومانو وضیعت د اندېښنې وړ دی

د فارن پالیسۍ نشریه پخپله یوه مقاله کې لیکي چې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی. د نشریې په باور د نورو ستونزو ترڅنګ جګړې د افغان ماشومانو ژوند تریخ کړی دی. په مطلب کې وړاندې راغلي چې همدا اوس د جګړو له امله ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ محروم دي. ددوی عمرونه د ۷ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي. همدا راز ۲،۶ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې د ۶ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي په شاقه کارونو بوخت دي. نشریه لیکي دا د افغانستان د راتلونکو نسلونو لپاره د خطر زنګ او خواشینۍ وړ مسئله ده. په راپور کې همدا راز راځي چې افغان ماشومان نه یوازې په شاقه کارونو بوخت دي بلکې روانې جګړې د زرګونه ماشومانو ژوند اخیستی دی او زرګونه یې ټپيان کړي دي. نشریې د ماشومانو ساتنه او ددوی حقوقو ته احترام د جګړې د ښکېلو غاړو مسوولیت بللی دی او د افغان ماشومانو روان وضعیت دې د راتلونکې لپاره غمېزه بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: