یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / پاکستان / افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان جګړه ده

افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان جګړه ده

د ډيلي کالر په نامه امریکایي رسنۍ په خپله یوه اوږده مقاله کې لیکي چې د افغانستان جګړه په اصل کې د امریکا پر وړاندې د پاکستان جګړه ده او له دې جګړې د امریکا په شا کېدل ستر شرم دی. په مقاله کې راځي، دا ټولو ته معلومه ده، چې وسله والې ډلې په پاکستان کې روزل کېږي، تجهیز کېږي، مرکزونه لري او له هغه وروسته د امریکا او افغان حکومت پر وړاندې جګړه کوي. رسنۍ تحلیل کوي چې همدې مسئلې ته په کتو ویلی شو، چې په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا پر وړاندې د پاکستان جګړه ده. سرچینه د افغانستان د ستونزې حل په دې کې بولي چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي او دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي. دغه امریکايي نشریه د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې هله ګټورې بولي چې پاکستان پکې مداخله و نه کړي او طالبان د خپلې خوښې پرېکړې ته ازاد پرېښودل شي. سرچینه کاږي د افغانستان د ستونزې حل په مذاکراتو کې دی او ددغه کار لپاره باید پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه ډېر کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *