پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې ماشومان له ستونزو سره مخ دي

افغانستان کې ماشومان له ستونزو سره مخ دي

سېو دې چېلډرن نړیوال بنسټ وايي په افغانستان کې نیمایي ماشومان په یو ډول نه یو ډول له روان حالت سخت ځورېږي. ددغه بنسټ په وینا، جګړې، نا امنۍ، وچکالي، د زده کړو زمینې نه موجودیت او دې ته ورته هغه ستونزې دي چې د ماشومانو ژوند یې له ګڼو ستونزو ډک کړی دی. سرچینه همدا راز وايي، چې د جګړې ښکېلې خواوې هم په خپلو نښتو او بریدونو کې پر ماشومانو رحم نه کوي، ښوونځي په نښه کوي، ماینونه اېږدي او په داسې ځایونو کې چاودنې ترسره کېږي چې هلته د ماشومانو تګ راتګ وي. سېو د چلډرن پر ټولو جګړه کوونکو غږ کړی، چې له جګړو دې لاس واخلي، د عامو وګړو ژوند ته دې پام وکړي او د ماشومانو پر وړاندې دې روان تاوتریخوال پای ته ورسوي. یاده اداره اندېښنه ښيي چې که نړیوال د افغان ماشومانو د ژوند په ښه والي کې همکاري و نه کړي نو دا به د افغانستان راتلونکې ته بل ناورین رامنځ ته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *