کابل: د ملي دفاع وزارت وايي چې د جوزجان ولايت په درزاب ولسوالۍ کې يې يوه فرانسوۍ داعشۍ ښځه ژوندۍ نيولې ده .
ياد وزارت په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې هلته يې د تصفيوي عملياتو ترڅنګ هوايي بريدونه هم ترسره کړي چې په ترڅ کې يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي .
سرچينه وايي چې ددغو تصفيوي عملياتو په ترڅ کې يوه داعشۍ ښځه چې د فرانسې هېواد تبعه ده، نيولې ده خو دفاع وزارت ددغې فرانسوۍ داعشۍ ښځې د نيولو د نېټې په اړه څه نه دي ويلي او نه يې په دې اړه نور جزييات ورکړي دي.
دفاع وزارت زياتوي چې دغه راز دوه موټرسايکلونه، يوکمپيوټر،درې د مبايل سېټونه او يوه اندازه نور اسناد هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د يادونې ده چې له دې مخکې هم په جوزجان کې د داعش ډلې په منځ د بهرنيو اتباعو د موجوديت په اړه خبرونه ورکړل شوي و په ځانګړې توګه د فرانسوي اتباعو په اړه .