دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې ۵۰ زره اورپکې په جګړه بوخت دې چې ډېری یې پاکستاني دي

افغانستان کې ۵۰ زره اورپکې په جګړه بوخت دې چې ډېری یې پاکستاني دي

د ملي دفاع وزارت مرستیال هلاالدین هلال د بیجینګ په شیانګشان امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې په ۲۱ ډلو پورې اړوند شاوخوا پنځوس زره اروپکې جګړه او ترهګریز فعالیتونه کوي، چې لوړه برخه یې پاکستانیان دي. هندۍ ایکانومیک ټایمز د نوموړي له قوله لیکلي چې د پنځوس زرو کسانو له ډلې اته زره یې نړیوال او یا بهرني ترهګر دي. د هلال په وینا ددغه وسله والو ډېره برخه په طالبانو پورې اړه لري خو تر څنګ یې شاوخوا ۲ زره کسان له داعش ډلې سره فعالیت ترسره کوي. نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د فعالې داعش ډلې اویا سلنه غړي هم پاکستانیان دي. نوموړي د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه کې باید له افغانستان سره همکاري وکړي او همدا راز پر هغو هېوادونو فشار راوړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: