شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان او اذربایجاني ولسمشرانو د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

افغان او اذربایجاني ولسمشرانو د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

د اذربایجاني رسنیو د راپور له مخې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د اذربایجان له ولسمشر الهام علي اوف سره په تلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. په دغه اړیکه کې ولسمشر غني علي اوف ته په ټاکنو کې د بریا له امله مبارکي ویلي ده. الهام علي اف هم په دې تلیفوني اړیکه کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. دده په وینا دواړه هېوادونه پخپلو کې ښې اړیکې لري او هڅه به وکړي، چې دغه اړیکې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې نورې هم پياوړې او نږدې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *