شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان او پاکستاني چارواکي؛ د پوځي او استخباراتي همغږیو پر رامنځته کولو سلا شوي دي

افغان او پاکستاني چارواکي؛ د پوځي او استخباراتي همغږیو پر رامنځته کولو سلا شوي دي

د افغانستان او پاکستان د پوځ لوړپوړي چارواکي د سولې او عمل ګډ پلان په چوکاټ کې د ارتباطي افسرانو د ټاکنې په اړه غږیدلي دي. په اسلام اباد کې یوې باوري حکومتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان او پاکستاني پوځ د اوپراسیون مشرانو پرون په پاکستان کې سره کتلي او په دې اړه هوکړې ته رسېدلي دي. چارواکو ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې دواړه غاړې د کرښې په اوږدو کې د استخباراتي همغږیو د رامنځته کولو په موخه د مراکزو پر جوړلو هم سلا شوي دي. چارواکي زیاتوي، ټاکل شوې، چې افغانستان او پاکستان به د ارتباطي افسرانو په مرسته د ترهګرو د امن پټنځایونو په اړه له یو او بل سره معلومات شریکوي. د سرچینو په وینا، یاد ګډ مرکزونه به د لومړي ځل لپاره د تورخم او چمن دروازو ته څېرمه رامنځته شي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د څلورمې ناستې په ترڅ کې د شپږو کاري ګروپونو د کار د پیل په اړه موافقه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: