چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / پاکستان / افغان او پاکستانی پلاوی د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې کوي

افغان او پاکستانی پلاوی د اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې کوي

افغان او پاکستانی پلاوی د کابل او اسلام اباد د اړیکو پر ښه کولو خبرې کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې یوه نړیوال سازمان د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کولو لپاره یو درې ورځنی کنفرانس جوړ کړی دی او په دغه کنفرانس کې له افغانستان ۱۲ کسه ګډون لري. دواړه لوري به د سوداګرۍ، امنیت، سولې او نورو مواردو په اړه خبرې کوي. سرچینه زیاتوي په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي او ښه کولو ته اړتیا لري. افغان پلاوی به په دې سفر او کنفرانس کې له بېلو پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي او مهم مسایل به مطرح کوي. په دې پلاوي کې د پارلمان غړي، د دولت استازي او د مدني ټولنو غړي ګډون لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: