سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان برېښنایي تذکرو وېش بیا ځنډول شوی دی

افغان برېښنایي تذکرو وېش بیا ځنډول شوی دی

د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وايي، د دې تذکرو وېش یو ځل بیا ځنډول شوی دی. د دې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، تر څو چې ولسمشر پخپله تذکره نه وي اخیستې، دوی يې بل چاته نه شي ورکولی. هغه وايي په ارګ کې يې د ننه د بایومیټریک پروسه هم ځنډولی او ټولټال شاوخوا ۶۰۰ تنو خپل ځانونه بایومیټریک کړي دي. د اجراییه ریاست په ګډون ځينې کړۍ د تذکرو له وېش سره مخالف دي او د قوم او ملت پر نومونو نیوکې لري. مسیر ورځپاڼه د ازادۍ راډيو په حواله وايي چې ارګ کې ورته ځينو سرچینو ویلي، چې د ټاپي پروژې پرانیستې ته د ولسمشر تګ د بایومیټریک لړۍ درولې ده. په ارګ کې بایومیټریک پروسې له پیل سره ویل شوي و، چې دوه ورځې وروسته به ډاکټر غنې، د هغه مېرمن او سروردانش خپلې تذکرې واخلي، خو لا هم د تذکرو اخیستل تر نامعلوم وخته ځنډول شوي دي. د برېښنايي تذکرو وېش د ګډ حکومت د جنجالي پروسو له ډلې هغه یوه ده، چې د حکومت له پیله تر اوسه نه ده غلې شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *