افغان حکومتي مشران باید لومړی پخپلو کې سره سلا شي بیا دې له طالبانو سره سوله وکړي. د امریکا د پوځي چارو شنونکې رابېکا زمېرمان د افغانستان اوضاع کړکېچنه بللې ده او دلته یې د ترهګرو روان فعالیتونه د اندېښنې وړ بللي دي. د نوموړې په وینا په افغانستان کې د ګڼو ستونزو تر څنګ حکومتي مشران هم پخپلو کې سره اختلافات لري. هغې زیاته کړې د افغان حکومت مشرانو ته په کار ده، چې لومړی پخپلو کې سره سلا شي بیا دې له طالبانو سره د سولې او سلا لپاره مټې و نغاړي. هغې د امریکا د تګلارې په اړه هم ویلي، چې تګلارې تر دې دمه مثبته پایله نه ده لرلې او ترهګر لا هم فعال دي. نوموړې وايي چې امریکا د سیاسي او نظامي حل په لټه کې ده خو په دواړو برخو کې د پام وړ لاس ته راوړنې نه لري. رابیکا زیاتوي چې که امریکا پر سیاسي حل ډېر تمرکز وکړي ښايي افغان جګړه ورو ورو پای ته ورسېږي او هلته د سولې لپاره زمینه برابره کړل شي.
