سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت افغان کډوالو ته شپږ میاشتې نوروخت غواړي

افغان حکومت افغان کډوالو ته شپږ میاشتې نوروخت غواړي

افغان حکومت له پاکستان غوښتي، چې هلته د مېشتو افغانانو د اقامت موده وغځوي. د رسنیو د راپور له مخې افغان حکومت پاکستان ته ویلي، چې افغانانو ته دې شپږ میاشتې نور هم د اوسېدو وخت ورکړي، ځکه دمګړی په افغانستان کې هوا سړه ده او راستانه شوي افغانان به له ګڼو ستونزو سره مخ شي. د کډوالو چارو وزارت همدا راز ویلي، چې د پاکستان حکومت دې د کډوالو مسئله نه سیاسي کوي. د پاکستان کابینې تېره اونۍ هغه غوښتنه رد کړه، چې له مخې یې باید افغان کډوالو ته د اوسېدو یو کال وخت ورکړل شوی وی. دوی پرېکړه وکړه، چې په راتلونکې یوه میاشت کې باید افغان کډوال له پاکستان و ایستل شي. د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلا کار حفیظ احمد میاخیل هم وایي، چې په دومره کمه موده کې د یو میلیون کډوالو راستنېدل به ستونزې جوړې کړي او ناممکن کار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *