دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت دپاکستان پر وړاندې د ټرمپ دڅرګندونو ملاتړ کوي

افغان حکومت دپاکستان پر وړاندې د ټرمپ دڅرګندونو ملاتړ کوي

د افغانستان جمهوری ریاست یا ارګ ماڼی چارواکو د پاکستان پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ. د جمهوري ریاست ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، د افغانستان جګړو او تاوتریخوالو د لاملونو او منابعو په هکله نړیوالو مشرانو د افغان حکومت او ولس حقانیت درک کړي دي.
نوموړی په دې هکله د افغان او امریکایي چاراکو او د افغانستان نورو متحدینو ګډ او منجسمې همکاري اړینه وباله او زیاته یې کړه چې دغه موضوع به له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو د حکومتونو په کچه له پاکستان سره د سولې لپاره خبرې پیل کړي.
ښاغلي مرتضوي وویل، چې په تېرو مذاکراتو کې د سولې په هکله د دواړو هېوادونو وړتیاو او ارادې په اړه بحث او خبرې شوې او یوځل د سولې په هکله د افغان حکومت پر کلکه اراده ټینګار وکړ.
هغه وویل، چې د افغان حکومت له قوي ارادې سره سم تر اوسه په پاکستان کې د دغه موضع په اراده کومه ارده نه دی لیدل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، چې واشڼګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته ۳۳ میلیارډ ډالر ورکړي، خو په بدل کې پاکستان یواځې هغو ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکړي چې امریکایي پوځیان د هغوي د ښکار پسې ګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *