دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت د هندي انجینرانو په موندلو کې پاتي راغلي دي

افغان حکومت د هندي انجینرانو په موندلو کې پاتي راغلي دي

بغلان کې د تښتول شویو هندي انجنیرانو د موندلو هڅو پایله نه ده ورکړې. د بغلان والي عبدالحى نعمتي وایي، چې د یو افغان په ګډون د ۷ تښتول شویو هندي انجنیرانو د موندلو په موخه د دوی هڅو نتیجه نه ده ورکړې. یاد اووه تنه هندي انجنیران شاوخوا دوه اوونۍ مخکې له بغلان ولایت نه تري تم شول. د بغلان والي دغه راز وایي، چې د یادو تښتول شویو انجنیرانو د خوشي کولو په موخه د قومي مخورو او مشرانو په مرسته هڅې پیل روانې دي. که څه هم د یاد ولایت چارواکي په پېښه کې د وسله والو طالبانو لاس بولي خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: