سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / پاکستان / افغان حکومت د پاکستان په اړه د نړیوال سازمان له وروستي ګامه هر کلی کړی دی

افغان حکومت د پاکستان په اړه د نړیوال سازمان له وروستي ګامه هر کلی کړی دی

افغان حکومت د پاکستان په اړه د نړیوال سازمان له وروستي ګامه هر کلی کړی دی. افغان حکومت د نړیوال سازمان لخوا د پاکستان پر وړاندې وروستي اقدام ته په اشارې ویلي، دغه اقدام به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مثبت اغېز ولري. دهېواد بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وویل چې افغان حکومت له دې وړاندې هم له ترهګرۍ د ملاتړ د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی و. مستغني زیاتوي، افغان حکومت له هر هغه ګامه هرکلی کوي چې له ترهګرۍ د ملاتړ په موخه پورته کېږي. د راپورونو له مخې، پاکستان د مالي عملیاتو د نړیوال سازمان لخوا په خړ لیست کې شامل شوی دی او که دا هېواد په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د روان میلادي کال تر جون میاشتې پورې اقدام ونه کړي، نو فشارونه به ورباندې لا ډېر کړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: