دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت فساد په ختمولو کې بریالی نه دی

افغان حکومت فساد په ختمولو کې بریالی نه دی

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي، افغان دولت د فساد د مخنیوي لپاره د خپلې ستراتیژۍ پلې کولو بشپړه وړتیا نه لري او په دې برخه کې نیمګړتیاوې شته دي. سیګار همدا رنګه زیاتوي چې د فساد د ختمولو لپاره د افغان دولت د اوږدمهال ژمنتیا په اړه هم پوښتنې پرتې دي. سیګار دغه څرګندونې په خپل هغه راپور کې کړې چې د امریکا د کانګرس په غوښتنه چمتو شوی. د سیګار په وروستي راپور کې راغلي، د فساد د مخنیوي لپاره د افغان دولت تګلاره مثبته ده، خو یو شمېر نیمګړتیاوې لري او پر ځینو نړیوالو معیارونو هم برابره نه ده. سرچینه وایي، په دې ستراتیژۍ کې د افغان دولت پنځلسو وزارتونو ته ډېر پام شوی، خو د تر ټولو لوی، یعنی د دفاع وزارت رول پکې ناڅرګند دی. سیګار وایي، د فساد پر ضد د افغان دولت په ستراتیژۍ کې ۶۶ اساسي موخې په ګوته شوې، خو په دې برخه کې د پرمختګ د ارزونې لپاره مناسب مېکانیزم نشته. په رپوټ کې سپارښتنه شوې څو افغان دولت باید د هغو کسانو امنیت خوندي کړي چې د فساد قضیې افشا کوي او اصلاحات رامنځته کوي، او خپلو هغو مامورینو پر ضد هم باید اقدام وکړي چې اصول تر پښو لاندې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: