جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت له ترکيې غوښتي چې افغان کډوالو ته پناه ورکړي او يا يې پرېږدي

افغان حکومت له ترکيې غوښتي چې افغان کډوالو ته پناه ورکړي او يا يې پرېږدي

افغان حکومت له ترکيې غوښتي چې افغان کډوالو ته پناه ورکړي او يا يې پرېږدي چې اروپا ته ورشي. تېره مياشت ٧٠٠٠ افغانان د ترکیې له لوري بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول او تېر اونۍ بیا ٧٧٥ کسان هم د ترکیې حکومت افغانستان ته رالېږلي دي. ورځپاڼه وايي له ايران او پاکستانه د افغان کډوالو شړل کېدل او اوس د ترکيې له لوري هم د ورته گام پورته کېدل افغان چارواکي هڅولي چې له انقرې سره د دغې ستونزې کابو کولو لپاره يوه گډه جرگه گۍ جوړه کړي. د بشري حقونو څارونکې ادارې وایي چې ترکیه دغه کسان په زور شړي خو د ترکیې حکومت بیا ویلي چې ترکیه هېڅ کله افغان کډوال په زور نه شړي بلکې دغه کډوال پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي. ستنو شوو کډوالو بیا ویلي چې دوی نیول کېږي، بیا په ترکیې ژبه لیکل شوي لیکونه ورباندې لاسلیک کېږي او بیا افغانستان ته شړل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: