یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت له ستونزو سره سره د سولې لپاره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي

افغان حکومت له ستونزو سره سره د سولې لپاره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي

افغان حکومت له ستونزو سره سره د سولې لپاره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله له امریکا غږ انګلیسي سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د جګړې زیانونه ټولې سیمې ته اوښتي دي. دده په وینا دغه جګړه څلوېښت کاله کېږي چې روانه ده او هر افغان یې ځورولی دی. عبدالله عبدالله وایي سره له دې چې د حکومت مخالفین یې خونړۍ جګړې ته ادامه ورکوي، خو افغان حکومت بیا هم د سولې لپاره هڅې او فعالیتونه جاري ساتي. هغه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له خپلو قدرتونو په استفادې په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي او کارنده هلې ځلې وکړي. دده په خبره په غونډو، کنفرانسونو او دې ته ورته فعالیتونو افغانستان ته سوله نه راځي، بلکې نړیوال بنسټونه دې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې عملي اقدام وکړي او په دې توګه دې نړیوالې سولې ته زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *