جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت نیول شوي مخدره توکې پلوري

افغان حکومت نیول شوي مخدره توکې پلوري

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي مرکز وایي افغان حکومت وروسته له دې هغه مخدره مواد پلورلی شي چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول کېږي. د یاد مرکز ویاند احمد خالد موحد ویلي چې افغان حکومت له مخدره موادو سره د مبارزې د نړیوال بورډ په مشوره دې پرېکړې ته رسېدلی، چې له دې وروسته دوی کولی شي، نیول شوي مخدره توکې پر هغو شرکتونو وپلوري چې د مخدره توکو د پېرلو جواز لري. نوموړي زیاته کړه افغان حکومت په تیر کال کې شاوخوا ۲۵ ټنه مخدره توکې او الکولی مشروبات کشف کړي چې ډیره برخه یې تریاک دي. موحد زیاتوي د نیول کېدونکو مخدره توکو اندازې ته په پام یې له مخدره موادو سره د مبارزې نړیوالې ادارې سره دا موضوع شریکه کړې او هغوی هم ورسره دې هوکړې ته رسېدلي دي. موحد وړاندې وویل اوس مهال ایران، ترکیه، هند او دوه نور هېوادونه د مخدره توکو د تولید او پیرلو جوازونه لري چې په خبره یې ښایي لومړني خریداران هم دوی واوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: