سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / افغان حکومت وايي پاکستان دروغژن دي دوي ورته هیڅوک ندي سپارلي

افغان حکومت وايي پاکستان دروغژن دي دوي ورته هیڅوک ندي سپارلي

افغان حکومت وايي پاکستان ورته د حقاني شبکې یا طالبانو کوم غړی نه دی سپارلی. په ارګ کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې اړه د پاکستان ادعاوې ناسمې دي. د سرچینې په خبره پاکستان تر دې دمه نه د حقاني شبکې او نه هم د طالبانو د ډلې کوم غړی افغان حکومت ته سپارلی دی. پاکستان ویلي چې تېر کال یې افغان حکومت ته د حقاني شبکې او طالبانو ۲۷ غړي سپارلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې دوی له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دي او دغه اقدام یې حسن نیت ښيي. خو افغان حکومت دا څرګندونې بې بنسټه او دروغ بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *